پاکستان کرکټ ټيم پنځه کاله پس بنګله ديش ته د تلو اعلان کړې

پاکستان کرکټ ټيم په نومبر میاشت کښی پنځه کاله وروستو بنګلا دیش ته تلو او هلته بنګلا دیش ټيم سره درې ټي ټونټي او دوه ټيسټ میچز لوبولو اعلان کړی دی.

پاکستان کرکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ لخوا دوره بنګلا دیش په اړه جاري شوي معلوماتو مطابق پاکستان کرکټ ټيم به شیر بنګلا میدان کښی بنګلا دیش سره درې ټي ټونټي میچز لوبوي کوم به چې د نومبر په نوولسمه،شلمه او یوویشتمه نیټه وي دغه شان دوه ټيسټ میچز به ظهور احمد اسټيډیم چټاګانګ کښی لوبولې شي کوم به چې د نومبر په شپږویشتمه او دويم ټيسټ میچ به په څلورم دسمبر ډهاګه کرکټ اسټيډیم کښی لوبولې شي