پاکستان کښي د داخلي سلامتيا صورتحال د پخوا نه ډير خه دے: ډي جي آئي ايس پي آر

پاکستان کښي د داخلي سلامتيا صورتحال د پخوا نه ډير خه دے: ډي جي آئي ايس پي آر

ډي جي آئي ايس پي آر واشنګټن کښي پاکستاني سفارتخانې کښې ميډيا سره خبري کړي ، وائي چه پاکستان کښي د داخلي سلامتيا صورتحال د پخوا نه ډير خه دے ،ميجر جنرل آصف غفور وئيلي د پاکستاني اولس او دسکيورټي ادارو کوششونه او قربانۍ رنګ راوړې
واشنګټن کښي پاکستاني سفارتخانې کښې ميډيا سره خبرو کښي ډي جي آئي ايس پي آر ميجر جنرل آصف غفور اوئيل چه افواج پاکستان د ملکي سرحدونو خه په بهادرۍ سره بهرپور دفاع کړي
د پاک فوځ د تعلقات عامه شعبې مشر اوئيل چه په پاک افغان سرحد د ازغن تار لګولو سره سرحدي کنټرول کښي بهتري راغلي
دډي جي آئي ايس پي آر وينا وه چه د باړ لګولو سره به دترهه ګرۍ په پيښو کښي هم بتدريج کمې راشي ،هغه زياته کړه چه دهشت ګردۍ نه متاثره سيمو کښي د سول انتظاميې په مرسته د بحالې کارونه جاري دي
ميجر جنرل آصف غفور اوئيل چه اوس د سيکورټي فورسز بنيادي توجه د بلوچستان په لور ده او دا چه بلوچستان کښي حکومتي ترقياتي منصوبې هم د فوځ په مرسته جاري دي
د يو سوال په ځواب کښي ډي جي آئي ايس پي آر اوئيل چه آرمي چيف به وائټ هاؤس کښي دامريکي صدر سره ملاقات کښي دوزير اعظم عمران خان سره شريک وي ، دي نه علاوه آرمي چيف جنرل قمر جاويد باجوه به دپينټاګون دوره هم کوي او دامريکي ملټري قيادت سره به هم ملاقاتونه کوي