پاکستان کښي د کورونا وائرس مريضانو شميره يويشت ته رسيدلي

کورونا وائرس نه د مړوکسانو مجموعي شميره دوه لکه دوه پنځوس زره نه سيوا شويده

ګلګت کښي د کورونا وائرس د دريم کيس تصديق شوے ،پاکستان کښي د کورونا لوجي د متاثره شميره يويشت ته رسيدلي
ګلګت بلتستان کښي د کورونا وائرس يو بل مريض مخي ته راغلے چي ورسره ټول ملک کښي د کورونا نه متامريضانو شميره يويشت ته رسيدلي ۔
ترجمان حکومت ګلګت بلتستان د کورونا وائرس د مريض تصديق کړے او وائي چي د شګر اوسيدونکښي مظهر علي کښي د وائرس تصديق شوے ،مريض څو ورځي وړاندي د ايران نه واپس شوے وو او د سکردو په اسپتال کښي ئي علاج کيدو
د معاون خصوصی برائے صحت ډاکټر ظفر مرزا او فيس بک انټرنيشنل وفد ترمينځه ليده کاته شوي،ترجمان وزارت صحت مطابق ملاقات کښې د کورونا وائرس مخنيوي لپاره په اقداماتو باندې خبرې شويدي
د وزارت صحت ترجمان لخوا جاري شوي بيان کښي وئيلي شويدي چي معاون خصوصي ډاکټر ظفر مرزا سره د فيس بک انټرنيشنل وفد ملاقات کړيدې چي پکښې د کورونا وائرس صورتحال او مخنيوي په اړه خبري شويدي
ډاکټر ظفر مرزا وئيلي چي فيس بک انټرنيشنل وفد د کورونا وائرس مخنيوي او دې لړ کښې آګاهي خورولو لپاره د مرستې وړانديز کړيدې،معاون خصوصي زياته کړي چي پاکستان کښې سوشل ميډيا صارفين د فيس بک پليټ فارم استعمالوي
د فيس بک انټرنيشنل وفد مشر جولن زو وئيلي دي چي کورونا وائرس په حواله غلط معلومات به د فيس بک نه لرې کړې شي