پاکستان کښي د کورونا وائرس نه متاثره کسانو شميره د دوه لاکهه يويشت زره نه سيوا شي

خيبر پښتونخوا کښې د کورونا وائرس لوجي څليريشتو ګهنټو دوران نهه کسان په حق رسيدلي

پاکستان کښي د کورونا وائرس نه دصحتياب کسانو شميره د ايکټيو کيسونه نه زياته شوي ،د وائرس په وجه د حق رسيدلو تعداد څلور زره پينځه سوه يو پنځوس او د متاثره کسانو مجموعي شميره د دوه لاکهه يويشت زره نه سيوا شي
د نيشنل کمانډ اينډ آپريشن سينټر د اعداد وشمار تر مخه تيرو څليرشتو ګهنټو کښي د کورونا لوجي اته اويا کسانو ژوند دلاسه ورکړے او څه دپاسه څلور زره نور نوي کيسونو مخي ته راغلي
د اين سي او سي تر مخه ملک کښي د کورونا وائرس نه د صحتياب کسانو تعداد د ايکټيو کيسونو نه زيات شوے او په ټول ملک تر وسه پوري مجموعي توګه ديارلس نيم لاکهه ټيسټونه شوي
سند ه کښي د کورونا کيسونو شميره 89225 ،پنجاب کښي 78956،پختونخوا کښي 27110،بلوچستان کښي 10666،او اسلام آباد کښي 13195ده ۔
د وائرس نه پنجاب کښي1784،سنده کښي 1406،خيبر پختونخوا کښي 973،بلوچستان کښي 121کسان په حق رسيدلي ۔