پاکستان کښي په ټک ټاک پابندي لګولي شوي,پي ټي اے

پاکستان کښي په ټک ټاک پابندي لګولي شوي

پاکستان کښي په ټک ټاک پابندي لګولي شوي ، وئيلي کيږي چه دچين سوشل ميډيا ايپ ټک ټاک باندي دا پابندي د غير قانوني او غير اخلاقي مواد مخنوي لپاره د مؤثرمکينزم جوړولو کښې د ناکامۍ لوجي عائد کړي شوي.دپاکستان ټيلي کميونيکيشن اتهارټي ، پي ټي اے مطابق د معاشرے مختلف طبقو لخوا په ټک ټاک باندي د غير اخلاقي او غير مهذب مواد د موجودګۍ شکايات مخي ته راغلي وو، دغه وجه وه چه په دي ايپ پابندي لګولې شوي.دي نه وراندي پي ټي اے تيره مياشت دټنډر او سے هائے په شمول په پنځه ډيټنګ ايپس او لائيو سټريمنګ ويب سائټس باندي پابندي لګولي وه.د يادونې وړ ده چه دوزير اطلاعات شبلي فراز د وينا مطابق وزيراعظم عمران خان معاشره کښي د مخ په زياتيدونکي عريانيت او فحاشۍ باندي سخت پريشانه دے او هغه ټولو متعلقه محکمو ته ددي روک تهام لپاره هدايات جاري کړي