پاکستان کښې به ګراني نوره هم سيوا کيږي: وفاقي اداره شماريات

پاکستان کښې به ګراني نوره هم سيوا کيږي: وفاقي اداره شماريات

پاکستان کښې به ګراني نوره هم سيوا کيږي ، وفاقي اداره شماريات د رپورټ ترمخه په دې يوه هفته کښې اوويشت ايشا ضروريه په قيمتونو کښې اضافه شوېده ، د ګرانۍ نه عام اولس زيات متاثره شوے دے
تفصيلاتو ترمخه وفاقي اداره برائے شماريات خپل ماهانه رپورټ جاري کړے دے ، رپورټ ترمخه ملک کښې د ګرانۍ صورتحال برقرار دے او په تيره يو هفته کښې د اوويشت خوراک څښاک او د بنيادي ضرورتونو د استعمال په څيزونو کښې اوويشت فيصده اضافه شوېده
د رپورټ مطابق د دالونو په قيمتونو کښې اته فيصده اضافه شوېده ، دغه رنګې د سبزيانو قيمتونه نور هم سيوا شوي دي چې پکښې د ټماټر قيمت د يو سل پنځوس نه سيوا شوے
اداره شماريات په رپورټ کښې وئيلے شويدي چې د غوړو ، دالونو ، فروټس او خوراک په نورو څيزونو کښې د نورې اضافې امکان دے
د رپورټ ترمخه د پيو ، صابن او غوښې قيمتونه هم سيوا شوي دي
رپورټ کښې دا هم وئيلے شوي دي چې تيره هفته صرف د پياز په قيمت کښې پينځه فيصده کمے راغلے دے او د ګرانۍ له وجې عام اولس زيات متاثره شوے دے ، ملک کښې به ګراني برقراره وي