پاکستان کښې تيرو څليريشت ګهنټو دوران کورونا وائرس يو نوې نور کسان وژلې

خيبر پښتونخوا کښې د کورونا وائرس لوجي نن د ټولو نه زيات کسان په حق رسيدلي

ټول ملک کښې کورونا حملې جارې دې،تيرو څليريشت ګهنټو دوران کورونا وائرس يو نوې نور کسان وژلې،د مړو مجموعې شميره څلور زره،درې سوه او پينځه نوې ته رسيدلې ده،تير شواروز دوران وائرس نه څلور زره ،يوسل درې ديرش نور کسان متاثره شوې،پاکستان کښې د مصدقه کيسز تعداد دوه لکه،ديارلس زره ،څلور سوه اوويا ته رسيدلې دے
نيشنل کمانډ اينډ آپريشن سند مطابق سندڅلور اتيا زره ،شپږ سوه او څلويښت کيسونو سره د ټولو نه زياته متاثره صوبه ده،پنجاب کښې شپږ اوويا زره نه سيوا کيسونه رپورټ شوې،اسلام آباد کښې دولس زره، نهه سوه او دولس کسان متاثره دې،بلوچستان کښې د مريضانو تعداد لس زره ،څلور سوه او شپږاوويا ته رسيدلې دے،ګلګت بلتستان کښې تر دے دمه يو زره،څلور سوه نهه اتيا او آزاد کشمير کښې يو زر او درې نوې کسان متاثره شوېدې
نيشنل کمانډ اينډ آپريشن سنټر مطابق تر اوسه پورې يو لک نه زيات کسان صحتياب شوې هم دې

blank