پاکستان کښې تيرو څليريشت ګهنټو دوران کورونا مريضانو کښې ريکارډ اضافه شوې ده

پاکستان کښې تيرو څليريشت ګهنټو دوران کورونا مريضانو کښې ريکارډ اضافه شوې ده

تيرو څليريشت ګهنټو دوران کورونا مريضانو کښې ريکارډ اضافه شوې ده،څلور زره ،يو سل يوديرش کيسونه رپورټ شوې،ملک کښې د متاثره مريضانو شميره اتيا زره،څلور سوه او يوشپيته ته رسيدلې ده،نيشنل کمانډ اينډ آپريشن سنټر مطابق تير شواروز دوران اووه شپيته نور کسان پحق رسيدلې چې ورسره د مړو شميره شپاړس سوه او اته اتيا ته رسيدلې ده
نيشنل کمانډ اينډ آپريشن سنټر د کورونا تازه ترين اپ ډيټس جارې کړې،اين سې او سې مطابق يوديرش زره،شپږ اتيا کيسونو او پينځه سوه شپږويشت مرګونو سره سند د ټولو نه سيوا متاثره صوبه ده،پنجاب کښې د ټولو نه سيوا پينځه سوه اوويا مرګونه شوې او نهه ويشت زره،څلور سوه،نهه اتيا کسان متاثره شوېدې، خيبرپختونخوا کښې د مړو شميره څلور سوه نوې او متاثرينو شميره لس زره،اته سوه،اووه نوې ته رسيدلې ده،بلوچستان کښې تر دے دمه وائرس نه څلور زره،اووه سوه،څلويښت کسان متاثره او يو نهه څلويښت مرګونه رپورټ شوې دې،اسلام آباد کښې د متاثرينو شميره درې زره،يوسل اته اتيا او مرګونو تعداد څلور ديرش دے،ګلګت بلتستان کښې اووه سوه نهه اوويا کيسونه مخې ته راغلې او دولس مريضانو ساه ورکړې ده،آزاد کشمير کښې اووه کسان مړه او دوه سوه څلور اتيا متاثره شوې دې
نيشنل کمانډ اينډ آپريشن سنټر تصديق کړې چې تراوسه پورې اتويشت زره او نهه سوه نه سيوا مريضان صتحياب شوې دې او ټيسټونو شميره تقريباً شپږ لکه ته رسيدلې ده

blank