پاکستان کښې دکورونا مريضانو شميره شپږ پنځوس زره نه سيوا شويده

پاکستان کښې تير شواروز دوران د کورونا وائرس لوجي نور يوسل اته څلويښت کسان پحق رسيدلي

ملک کښې کورونا مريضانو تعداد کښې مسلسل اضافه روانه ده،تيرو څليريشت ګهنټو دوران د کورونا اوولس سوه اته څلويښت کيسونه رپورټ شوې چې ورسره متاثره مريضانو شميره شپږ پنځوس زره نه سيوا شويده ،قاتل کورونا تراوسه پورې يولس سوه اووه شپيته کسان وژلې،نيشنل کمانډ اينډ آپريشن سنټر مطابق اولس زره،څلور سوه او دوه اتيا کسانو کورونا له شکست ورکړې او صحتياب شوې دې
نيشنل کمانډاينډ آپريشن سنټر د کورونا په حواله تازه اعداد وشمار جارې کړې،نيشنل کمانډ اينډ آپريشن سنټر مطابق ملک کښې د کورونا مريضانو شميره شپږ پنځوس زره،درې سوه اووه څلويښت ته رسيدلې ده،صوبه سند د ټولو نه زياته متاثره صوبه ده چرته چې د مريضانو شميره دوه ويشت زره ،څلور سوه يو نوې ته رسيدلې ده،سند کښې درې سوه اووه شپيته کسان پحق رسيدلې دې،صوبه پنجاب کښې شل زره،اووه اوويا کيسونه او درې سوه اووه ديرش مرګونه رپورټ شوې دې،خيبرپختونخوا کښې درې سوه اته نوې کسان مړه او اووه زره،نهه سوه پينځه کيسونه مخې ته راغلې دې،بلوچستان کښې کورونا وائرس تراوسه پورې درې زره څلور سوه او اووه ته رسيدلې ده،تردے دمه څلويښت کسانو ژوند نه لاس وينځلې دے،ګلګت بلتستان کښې د مرګونو شميره اووه او متاثره کسانو شميره شپږ سوه نورلس ده،آزاد کشمير کښې دوه سوه نهه کيسونه او دوه مرګونه رپورټ شوې دې نيشنل کمانډ اينډ آپريشن سنټر مطابق تير شواروز دوران لس زره ټيسټونه شوې چې ورسره د ټيسټونو مجموعې شميره څلور لاکه او درې اتيا زره نه زياته شوې ده

blank