پاکستان کښې د کروناوائرس نه متاثره اته پنځوس مريضان صحت ياب شوي

پاکستان کښې د کروناوائرس نه متاثره اته پنځوس مريضان صحت ياب شوي

پاکستان کښې د کروناوائرس نه متاثره اته پنځوس مريضان صحت ياب شوي او خپلو کورونو ته تلي دي، کمانډاينډکنټرول سينټر ترمخه پاکستان کښې د کروناوائرس نه د ريکوري شرح درې اعشاريه درې فېصده ده ولې د مرګونو شرح يو اعشاريه درې فيصده ته رسېدلې ده
پاکستان کښې که يو طرفته د کروناوائرس په کيسونو کښې اضافه روانه ده نو بل طرفته د کرونا نه متاثره مريضان هم په تيزۍ سره رغيږي، په ټول ملک کښې تردې دمه د کرونا اته پنځوس مريضان صحت ياب شويدي، په سند کښې د ټولونه زيات دوه څلويښت د کرونا وائرس مريضان صحت ياب شويدي، پنجاب کښې پينځه،ګلګت بلتستان کښې څلور، اسلام آباد کښې درې، خېبرپښتونخوا او بلوچستان کښې دوه دوه د کرونا مريضان صحت ياب شويدي، د کمانډ اينډ کنټرول سينټر ترمخه په ملک کښې د کرونا مريضانو د صحت يابۍ شرح درې اعشاريه درې فيصده او د مرګ شرح ئې يواعشاريه درې فيصد ده