پاکستان کښې د کروناوائرس نه متاثره پينځه ويشت مريضان صحت ياب شويدي

پاکستان کښې د کروناوائرس نه متاثره پينځه ويشت مريضان صحت ياب شويدي

پاکستان کښې د کروناوائرس نه متاثره پينځه ويشت مريضان صحت ياب شويدي، کمانډاينډکنټرول سينټر ترمخه پاکستان کښې د کروناوائرس نه ريکوري شرح يواعشايه اته فيصده او د مرګ شرح صفر اعشاريه اته فيصده ده
پاکستان کښې که يو طرفته د کروناوائرس په کيسونو کښې اضافه روانه ده نو بل طرفته د کرونا نه متاثره مريضان هم په تيزۍ سره رغيږي، په ټول ملک کښې تردې دمه د کرونا پينځه ويشت مريضان صحت ياب شوي او خپلونو کورونو ته تلي دي، په سند کښې د ټولو زيات څوارلس د کرونا وائرس مريضان صحت ياب شويدي، پنجاب کښې څلور، ګلګت بلتستان کښې درې، خېبرپښتونخوا او اسلام آباد کښې دوه دوه د کرونا مريضان جوړ شويدي، د کمانډ اينډ کنټرول سينټر ترمخه په ملک کښې د کرونا مريضانو د صحت يابۍ شرح يواعشاريه اته فيصده او د مرګ شرح ئې صفراعشاريه اته فيصده ده