پاکستان کښې د کورونا وائرس مريضانو شميره درې زره دوه سوه اووه اوويا ته رسيدلې

خېبر پختونخوا کښې د کورونا وائرس نه د مړو شمېره اتيا ته رسيدلې ده

پاکستان کښې د کورونا نور درې سوه اووه نوې کيسونه مخې ته راغلې چې ورسره د متاثره مريضانو شميره درې زره، دوه سوه اووه اوويا ته رسيدلې ده،سرکارې ويب سائټ مطابق ملک کښې تراوسه پنځوس کسان مړه او دوه سوه اووه پنځوس صحتياب شوې دې ،
ملک کښې د کورونا وائرس نه متاثره شوې مريضانو تعداد درې زره،دوه سوه، او ،اووه اوويا ته رسيدلې دے، پنجاب کښې څوارلس سوه درې نوې او سند کښې اته سوه يو اتيا کيسونه رپورټ شوې، خيبرپختونخوا کښې د متاثره مريضانو شميره څلور سوه پينځه او بلوچستان کښې يوسل يو نوې ته رسيدلې ده، ګلګت بلتستان کښې دوه سوه لس،اسلام آباد کښې دوه اتيا او آزاد کشمير کښې پينځلس کسان متاثره شوې دې ،
سرکارې ويب سائټ مطابق پاکستان کښې کورونا نه تراوسه پنځوس کسان مړه شوې دې،خيبرپختونخوا کښې شپاړس،سند او پنجاب کښې پينځلس پينځلس،ګلګت بلتستان کښې درې او بلوچستان کښې يو تن په حق رسيدلې دے ،
تراوسه پورې دوه سوه اووه پنځوس مريضان صحتياب شوې هم دې،پاکستان کښې صحتيابې شرح اووه اعشاريه اته او مرګونو شرح يو اعشاريه پينځه فيصده ده