پاکستان کښې د کورونا وائرس مريضانو شميره څوارلس سوه اته ته رسيدلې

څلور څلويښت اراکان پارليمنټ د کورونا وائرس نه متاثره شوي او پنځه په حق رسيدلي

پاکستان کښې د کورونا وائرس په مريضانو کښې تيزې سره اضافه روانه ده، ملک کښې د کورونا نور يو سل اته اوويا کيسونه مخې ته راغلي چي ورسره د متاثره مريضانو شميره څوارلس سوه اته ته رسيدلې ده،تراوسه پورې پاکستان کښې کورونا وائرس نه يولس تنان مړه شوې هم دې
سرکارې ويب پانړې ترمخه تيرو څليريشت ګهنټو دوران ملک کښې د کورونا يو سل اته اوويا نوے کيسونه رپورټ شوې چې ورسره پاکستان کښې د متاثره مريضانو مجموعي شميره څوارلس سوه اته ته رسيدلې ده ،
سند کښې څلور سوه پينځه پنځوس ، پنجاب کښې څلور سوه نوي ،خيبرپختونخوا کښې يوسل اتيا او بلوچستان کښې يوسل دري ديرش کيسونه رپورټ شوې دې،ګلګت بلتستان کښې يو سل اوو ،اسلام آباد کښې نهه ديرش او آزاد کشمير کښې دوه کسان کورونا وائرس نه متاثره شوې دې
ملک کښې د کورونا وائرس نه يولس کسان مړه شوې هم دې او د اووه نورو کسانو حالت مرګونې ښودلې کيږې،کورونا نه متاثره شوې مريضانو کښې پينځويشت مريضان صحتياب شوے هم دې