پاکستان کښې د کورونا وائرس مريضانو شمېره درې نوي زره،نهه سوه درې اتيا ته رسېدلې

پاکستان کښې د کورونا وائرس مريضانو شمېره درې نوي زره،نهه سوه درې اتيا ته رسېدلې

پاکستان کښې د کورونا حملې بدستور جاري دي، تېر څليرشت ګهنټو دوران د کورونا وائرس څلور زره اووۀ سوه څلور دېرش تازه کيسونه رپورټ شوي چې ورسره د متاثره کسانو شمېره درې نوي زره،نهه سوه درې اتيا ته رسېدلې ده، تېر شواروز دوران نور اووۀ نوي کسانو ساه ورکړې چې ورسره د مرګونو شمېره نورلس سوه پينځه دېرش ته رسېدلې ده،دوه دېرش زره پينځه سوه نه زيات مريضان صحت ياب شوي هم دي
نيشنل کمانډ اينډ آپريشن سنټر په ملک کښې د کورونا وائرس تازه رپورټ جاري کړيدے، رپورټ ترمخه په پنجاب کښې د کورونا وائرس کيسونه د ټولو نه زيات دي چرته چې دغه شمېره پينځه دېرش زره، درې سوه نه سېوا شويده،په سند کښې هم د کورونا په کيسونو کښې اضافه ريکارډ شوېده چرته چې د کورونا مريضانو شمېره څلور دېرش زره اتۀ سوه نه سېوا شويده، خېبرپښتونخوا کښې د کورونا لوجې دولس زره څلور سوه او بلوچستان کښې پينځه زره اووۀ سوه کسان متاثره دي، اسلام آبادکښې څلور زره درې سوه، ګلګت بلتستان کښې اتۀ سوه اووۀ نوي او آزادکشمير کښې درې سوه يودېرش کيسونه رپورټ شويدي

blank