پاکستان کښې د کورونا وائرس نه متاثره مريضانو تعداد پينځه اتيا زره نه سيوا شوے

پاکستان کښې د کورونا وائرس نه متاثره مريضانو تعداد پينځه اتيا زره نه سيوا شوے

پاکستان کښې کورونا کيسز شميره چين نه هم سيوا شوې،تير شواروز دوران څلور زره،شپږ سوه او اته اتيا کيسونه رپورټ شوې چې په يو ورځ کښې د ټولو نه سيوا شميره ده،کورونا وائرس نه متاثره مريضانو مجموعې تعداد پينځه اتيا زره نه سيوا شوے دے،نيشنل کمانډ اينډ آپريشن سنټر مطابق تيرو څليريشت ګهنټو دوران دوه اتيا نور مريضان پحق رسيدلې دې
نيشنل کمانډ اينډ آپريشن سنټر کورونا متعلق تازه اعدادوشمار جارې کړې،اين سي او سې مطابق ملک کښې کورونا کيسونو شميره پينځه اتيا زره،دوه او څلور شپيته ته رسيدلې ده،دوه ديرش زره نهه سوه او لس کيسونو سره سند په ټاپ او يوديرش زره نه سيوا کيسونو سره پنجاب په دويم نمبر متاثره صوبه ده،خيبرپختونخوا کښې د متاثره مريضانو تعداد يولس زره، درې سوه،درې اوويا او بلوچستان کښې پينځه زره ،دوه سوه ،څليريشت ته رسيدلې دے، وائرس نه اسلام آباد کښې درې زره،پينځه سوه،څلور څلويښت،ګلګت بلتستان کښې اته سوه،څليريشت او آزاد کشمير کښې دوه سوه پينځه اتيا کسان متاثره شوې دې،تر اوسه پورې ديرش زره نه سيوا مريضانو کورونا له شکست ورکړې او صحتياب شوې دې
اين سې او سې مطابق تير شواروز دوران شل زره ،يوسل اووه شپيته ټيسټونه شوې چې ورسره کورونا ټيسټونو شميره شپږ لکه او پينځلس زره نه سيوا شوې ده

blank