پاکستان کښې د کورونا وائرس کيسونو شميره اتلس سوه پنځه شپيته ته اورسيده

پاکستان کښې د کورونا وائرس کيسونو شميره اتلس سوه پنځه شپيته ته اورسيده

ملک کښې د کورونا وائرس حملې جاري دې، سرکاري اعداد وشمار مطابق ټول ملک کښې نن د کورونا وائرس کيسونو شميره اتلس سوه پنځه شپيته ته اورسيده،ټول ملک کښې د کورونا وائرس په نتيجه کښې پنځويشت کسان مړه او اته پنځوس صحت ياب شوي،د کورونا وائرس دولس مريضانو حالت تشويش ناک ښودلې کيږي
د کمانډ اينډ کنټرول سينټر لخوا جاري شوي تازه اعداد و شمار مطابق ټول ملک کښې د کورونا وائرس نه متاثره مريضانو تعداد اتلس سوه پنځه شپيته دې،سند کښې شپږ سوه اووه ويشت،پنجاب کښې شپږ سوه دوه پنځوس،خيبرپختونخوا دوه سوه دوه ويشت او بلوچستان کښې يوسل دري پنځوس کسانو کښې د کورونا وائرس تصديق شوي،دغه رنګ ګلګت بلتستان کښې يوسل اته څلويښت،سرښار اسلام آباد کښې اته پنځوس او آزاد جمو و کشمير کښې د کورونا شپږ مريضان دي
کمانډ اينډ کنټرول سينټر تيرو څليريشت ګهنټو کښې د کورونا په نتيجه کښې د يو تن د مرګ تصديق کړې چي ورسره ټول ملک کښې د مرګونو شميره پنځويشت ته اورسيده،د ملک مختلف برخو کښې د کورونا وائرس دولس مريضانو حالت تشويشناک ښودلې شويدې،کمانډ اينډ کنټرول سينټر زياتوي چي تر دې دمه د کورونا وائرس اته پنځوس مريضان صحت ياب شوي هم دي