پاکستان کښې ميشته د افغان مهاجرينو شميره اووه ديرش لک ته رسيدلې ده،کډوالو لپاره د متحده قامونو ادارے د جون مياشت پورې پاکستان کښې اوسيدونکي افغانانو اعداد و شمار جاري کړېدے، يو اين ايچ سي آر اعداد و شمار ترمخه په کابل د طالبانو قبضې نه پس شپږ لکه نه زيات افغانان پاکستان ته راغلي دي،خېبرپښتونخوا کښې اووه لک او بلوچستان کښې درې لکه نه زيات مهاجر په غير قانوني توګه رهائش پزير دي
يواين ايچ سي آر ترمخه پاکستان اوس هم د مهاجرو ميلمستيا کونکې د نړۍ د ټولو لوئې ملک دے او دلته موجود افغانانو شميره اووه ديرش لک ته رسيدلې ده، يو اين ايچ سي آر اعداد و شمار کښې وئيلي شويدي چې پاکستان کښې اوسيدونکي د غير قانوني افغانانو شميره کښې هم اضافه راغلې چې پکښې اووه لکه نه زيات په خېبرپښتونخوا کښې ،درې لک نه زيات بلوچستان کښې او يو لک نه زيات په پنجاب کښې ديره دي
اعداد و شمار کښې زياته کړي شويده چې په کابل د طالبانو د قبضې نه پس د شپږ لک نه زيات افغانانو پاکستان ته کډې کړيدي