پاکستان کښې هم پيټروليم مصنوعاتو نرخ کښې شپږ روپې پورې د اضافې امکان

نړيوال منډۍ کښې د تيلو نرخونه سېوا کيدو وروستو پاکستان کښې هم پټروليم مصنوعاتو نرخ کښې شپږ روپو پورې د نورې اضافې امکان دې، اپوزيشن ليډر شهبازشريف وئيلي که چرې ملک کښې د تيلو بحران پيدا شو نو ذمه وار به ئې حکومت وي بايد حکومت ذخيره اندوزۍمخنيوې اوکړې

نړيوال منډۍ کښې يوځل بيا د تيلو نرخونه مخ په بره روان دي چې وروستو ئې دا اندېښنه پيدا شوې چې پاکستان کښې به هم د ليټر نرخ د تاريخ تر ټولو لويې کچ ته اورسي سرچينو خبر ورکړې چې د جنورۍ شپاړسمې نېټې نه د پيټرول نرخ پنځه روپۍ نور سيوا کيدې شي ، دغه شان د ډيزلو نرخ کښې هم د ليټر په سر شپږ روپۍ سېواوالي کيدو امکان دې بلخوا د مسلم ليګ ن صدر او قامي اسمبلۍ کښې د مخالفو ډلو مشر شهبازشريف خپل يو بيان کښې وئيلي که چرې ملک کښې يوځل بيا تيلو بحران پيدا شو نو ذمه وار به ئې وفاقي حکومت وي شهبازشريف مخکښې وئيلي چې درې ورځې پس د تيلو نرخونو کښې اضافے په وړاندې د ذخيره اندوزې انديښنه رامخې ته شويده