پاکستان کښې يوه وړه طبقه د ملک په ټولو وسائلو قابض ده، وزيراعظم عمران خان

وزيراعظم عمران خان وئيلى دى چې پاکستان کښې يوه وړه طبقه د ملک په ټولو وسائلو قابض ده، د ملک تير شوې حکمرانانو د برطاني په هغه علاقو کښې جائيدادونو اخستي چرته چې د برطاني وزيراعظم هم کور نه شې اخستې، وزيراعظم ووئيل چې خوشاله يم چې بلوچستان کښې د ترقياتي منصوبي شورو شوې، الله پاک هغۀ چا ته عزت او کاميابي ورکوې څوک چې د الله تعالي مخلوق ښيګړې لپاره کار کوې

Vکويټه کښې د ترقياتي منصوبو پرانستې دستورې ته وينا کښې وزيراعظم ووئيل چې تارېخ هغه خلق ياد ساتې څوک چې انسانيت لپاره کار کوې،ګنګا رام لاهور کښې هسپتال جوړ کړو نو دنيا ئي تعريف اوکړو په کال دوه زره ديارلس کښې چې کله پي ټې آئي خيبر پښتونخوا کښې اقتدار کښې راغله نو په صوبه کښې هر خوا ته ترهګرې او مايوسې وه، زمونږ مخالفينو به ووئيل، چرته ده نوې پښتونخوا ، زمونږ حکومت خيبر پښتونخوا کښې د ټولو نه زياته پيسه په خلقو اولګوله، مونږ ته د دوه زره اتلسم انتخاباتو کښې دوباره لوئي اکثريت ميلاؤ ځکه چې زمونږ ترجيح د صوبې اولس وو وزيراعظم وينا وه چې نن بنګله ديشن د پاکستان نه ترقې کښې مخکښې تللي دې، د ملک تير حکمرانانو د لندن په هغه علاقو کښې جائيدادونه اخستې دې چرته چې د برطاني وزيراعظم هم کور نه شې اخستې، د تير حکومتونه بلوچستان ترقۍ ته هغۀ رنګ توجو نه ده ورکړې کومه چې پکار وه ځکه د صوبه شاته پاتې شويده، ماضي کښې چې کومې علاقې ورستو پاتې شويدې د هغي ترقۍ لپاره موجوده حکومت کار شورو کړيدې