پاکستان کښې پناه اخستونکى د پنځه افسرانو پشمول د افغان پوځ شپږ څلويښت اهلکار افغان حکومت ته سپارلې شوى

پاکستان کښې پناه اخستونکى پنځه افسرانو پشمول د افغان فوج شپږ څلويښت اهلکاران افغان حکومت ته عزت سره سپارلي شويدي،آئي ايس پي آر وائي چې ټول فوجيان د هغوى وسلو او کميونيکيشن سامان سره واپس ليږلي شويدي،د کليرنس نه پس ټول فوجي اهلکار د پوله بلې غاړې ته رارسيدلى دي

آئي ايس پي آر ترمخه پاکستان کښې د افغانستان نيشنل آرمي پنځه افسرانو پشمول شپږ څلويښت اهلکاران د شپې نوا پاس باجوړ کښې افغان حکومت ته عزت سره سپارلي شويدي

ټول فوجي اهلکارد کليرنس نه پس د پولې بلې غاړے ته رارسيدلي دي

آئي ايس پي آر وائي چې ټول فوجي اهلکار د هغو وسلو او کميونيکيشن سامان سره واپس افغانستان ته ليږلي شويدي

آئي ايس پي آر اوئيل چې د ضرورت په وخت به پاکستان د خپل افغان رونړو هر قسمه مرسته جاري ساتي

ياده دې وي چې يوه ورځ وړاندې د چترال ارندو سيکټر کښې د افغان فوج شپږ څلويښت اهلکار پناه لپاره پاکستان ته راغلي وو، پاک فوج پنځه افسرانو په ګډون د افغان فوج شپږ څلويښت اهلکارو ته محفوظ لاره او پناه ورکړې وه