پاکستان کښې څوارلس لکه افغان کډوالو رجسټريشن شوې ، يو اين ايچ سى آر

د کډوالو لپاره د متحده قامونو ادارې يو اين ايچ سي آر وئيلي چې پاکستان کښې څوارلس لکه افغان کډوالو رجسټريشن ترسره شوي، چې پکښې دوه لکه نه زيات ماشومان هم شامل دي، رجسټريشن مقصد پاکستاني حکومت لخوا افغان کډوالو ته سمارټ کارډ جاري کول دې،
يو اين ايچ سي آر د افغان کډوالو رجسټريشن په ښه ډول ترسره کولو او هغوي ته سمارټ کارډ جاري کولو په اړه د پاکستان ستائينه کړې، او وئيلي چې دا وړومبې ځل دې چې پاکستان کښې افغان کډوالو ته سمارټ کارډ جاري کيږي، يو اين ايچ سي آر افغان کډوالو په اړه يو ځل بيا په نړې هم غږ کړې چې ايران سره دې هم مرسته اوکړي، ولې چې ايران هم پنځه لکه افغان کډوال ځائي کړيدي