پاک افغان بارډرباندي تشدد واقعات افسوسناک دي،ډي جي آئي ايس پي ار

پاک افغان بارډرباندي تشدد واقعات افسوسناک دي،ډي جي آئي ايس پي ار

د پاک پوځ ترجمان ميجر جنرال بابر افتخار وئيلي دي چې په پاک افغان بارډر باندي تشدد واقعات افسوسناک دي او دا چې د دغه واقعاتو مقصد افغان امن مذاکراتوعمل سبوتاژ کول ډي آئي ايس پي ار لخوا د سماجي رابطو ويب سائيټ ټوئيټر باندے جاري کړے شوي يو بيان کښې ميجر جنرال بابر افتخار په پاک افغان بارډر باندے واقعات افسوسناک ګرځولي.د پاک پوځ ترجمان دا هم وئيلي دي چې په بارډر باندے پرتشدد واقعاتو مقصد پاک افغان تعلقات او افغان امن عمل ته تقصان رسول دي.ميجر جنرال بابر افتخار زياته کړيده چې پاکستان د زړه نه دوانړو ملکونو ترمنځه پرامنه تعلقات ساتلو خواهش لري او دا چې شرپسند کله هم خپل مقصد کښې کاميابي نشي ترلاسه کولے بلکه مونږ به يو ځائے شرپسندو ته شکست ورکوو