پاک افغان بارډر باندې به کار د دوه زره نورلسم دسمبر مياشت پورې مکمل شي

0
372
بهارتې ميډيا د مونږ دفاعې بجټ نه په کټوتې د خپلې مرضي تجزيے کوې

ډي جي آئي ايس پي آر ميجر جنرل آصف غفور وئيلي دي چې پاک افغان بارډر باندې دوه زره نورلسم دسمبر مياشت پورې مکمل شي او تري دې دمه د اته سوه دوه کلوميټره علاقے باړ او دوه سوه درې ديرش قلعو باندې کار مکمل کړې شويدے
د سماجي رابطو په ويب پانړه خپل يو ټويټ کښې د پاک فوج ترجمان اووئيل چې پاک افغان بارډر باندې قلعو تعمير او باړ لګولو کار جاري دے او دا به دوه زره نورلسم کښې دسمبر مياشت پورې پورا کولې شي
ميجر آصف غفور اووئيل چې اته سوه درې څلويښت قلعو کښې د دوه سوه درې ديرش قلعو تعمير او دوه زره شپږ سوه يؤلس کلوميټره علاقے کښې اته سوه دوه کلوميټره علاقے باندې لګولې شويدي
هغه اووئيل چې د باړ لګولو دغه عمل د دوانړو طرفه اولس مفاد کښي دې او دې سره به د ترهه ګرو هلې ځلې هم محدود شي