پاک افغان پوله باندې انګور اډه کراسنګ پوائنټ د ووټونو پورې بند

پاک افغان پوله باندې انګور اډه کراسنګ پوائنټ د ووټونو پورې بند

پاکستان په قبائلي ضلع جنوبي وزيرستان کښې افغانستان سره خپله پوله د سېکيورټي وجوهاتو له کبله د ووټونو پورې بنده کړې دي.
د رپورټونو ترمخه پاک افغان پوله انګور اډه کراسنګ پوائنټ سره د هر قسمه نقل و حمل لپاره بنده کړے شوې ده.
رپورټونه زياتوي چې صرف مريضانو او هغه کسانو ته به پولې نه تېرېدو اجازت ورکولے شي چا سره چې پاسپورټ وي.
دغه پوله به و ووټونو پورې بنده ساتلے شي او دا چې دې دوران به سېکيورټي فورسز ګشت هم کوي.