پاک افغان پوله طورخم نن په اتمه ورځ هم بنده ده

پاک افغان پوله طورخم نن په اتمه ورځ هم بنده ده

پاک افغان پوله طورخم نن په اتمه ورځ هم په مکمل ډول بنده ده د پولي د خلاصون لپاره په باچا خان چوک لنڈیکوتل کي احتجاجي لار یون او ناسته

نن په اتمه ورځ هم پاک افغان پوله طورخم د هر قسمه تګ راتګ لپاره بنده وو په باچاخان چوک لنډي کوتل کې د پولي بنديدو په ضد احتجاجي لاریون او ناسته وشوه په کوم کي چي سیاسي، سماجي، مذهبي مشرانو نه علاوه تاجران او د کسټم ايجنټان هم شريک وو
په غونډه کي شريک مشرانو په دواړو ګاونډي هېوادونو زور واچولو چي د دي د غريب اولس په خاطر ضد پريږدي او پاک افغان پوله طورخم دي د هر قسمه تګ راتګ په مخ کولاو کړي دوي زياته کړه چې د پولي د بندیز له امله د روزانه په بنياد دوه اړخیزه زیان روان دي او تر نن پوري ګران هیواد پاکستان ته 10 اربه نقصان رسيدلی او داسي په زرګونو اولس بي روزګاره شوي
د کوم له امله چي اولس سر په احتجاج دي او غواړي چې د اولس په خاطر دي دواړه ګاونډي هېوادونه په ميز راشي او پوله دي د خبرو اترو د لاري خلاصه کړي