پاک افغان پولې ته ميډيکل ټيمونه ليږلي شويدي

افغان زلزله متاثرينو ته طبي سهولت ورکولو لپاره خېبر پښتونخوا کښې پاک افغان پولې ته ميډيکل ټيمونه ليږلي شويدي، د وزيراعلې صلاح کار بيرسټر محمد علي سيف وائي چې سل ميډيکل بيډونه هم افغان پولې ته ليږلي شويدي،د صوبائي حکومت په احکاماتو ريسکيو ډبل ون ډبل ټو محکمې هم په پاک افغان پوله ريسکيو اهلکار تعينات کړيدي
پاک افغان پولې ته د پيښور نه شل ميډيکل ټيمونه روان کړې شوي، هر ټيم کې آرتهوپيډک سرجن، ميډيکل آفيسرز، نرسانې او پيرا ميډيکس شامل دي د اطلاعاتو لپاره د وزيراعلې صلاح کار بيرسټر محمد علي سيف بيان ، وائي سل جديد ميډيکل بيډونه هم ورکړې شوي او دا چې په سخت وخت کې به افغان وروڼه يواځې نه پريږدو بلخوا د صوبائي حکومت په احکاماتو ريسکيو ډبل ون ډبل ټو محکمې په پاک افغان پوله د ريسکيو اهلکاران تعينات کړي، د ريسکيو ډي جي ترمخه په افغانستان کښې زلزله ځپلو ته علاج معالجې لپاره د پاکستان په پوله ايمبولينس موجود دي اوانګور اډه ، غلام خان او طورخم بارډر باندې ريسکيو اهلکاران تعينات کړې شويدي