پاک-روس ترمينځه شريک پوځى مشقونه ګلګت بلتستان کښې شورو شوى

0
47

پاکستان او روس ترمينځه شريک پوځى مشقونه د ګلګت بلتستان رتو سيمه کښې شورو شوى دى کوم به چې د لسم اکتوبر پورې جارى وى،دې مشقونو کښې خواؤ شا دوه سوه پوځيان برخه اخلى

فرينډشپ شپاړسم نومى دې جنګى مشقونوکښې د روس اويا پوځيان برخه اخلى
د دې مشقونو مقصد غريزو علاقو کښې د جنګ د تجربو تبادله کول دى
د ګلګت بلتستان هماليه غرونو په بلندۍ واقع پوځى تربيتى سکول رتو کښې د دې مشقونو وړومبې مرحله شورو شوېده
دغه شان د دې مشقونو دوئمه او آخرى مرحله به د خېبرپښتونخوا نوښار د چيراټ په مقام کيږى
ډى جى آئى ايس پى آر ليفټنټ جنرل عاصم سليم باجوه بيان ترمخه دا جنګى مشقونه به د راتلونکې مياشتې لسمه نيټې پورې جارى وى
ياده دې وى چې د دواړو ملکونو ترمينځه دا وړومبى پوځى مشقونه دى چې مقصد ئې دوه اړخيزه دفاعى تعاون سيوا کول دى