پاک فوج کښې په اعلي سطح ترقي ،تقرريانې او تبادلې شوي

0
17
پاک فوج کښې په اعلي سطح ترقي ،تقرريانې او تبادلې شوي

پاک فوج کښې په اعلي سطح ترقي ،تقرريانې او تبادلې ،آئي ايس پي آر وائي چي ليفټنټ جنرل فيض حميد جي ايچ کيو کښې د پاک فوج ايډجوټنټ جنرل په توګه تعنيات کړې شويدې، ليفټنټ جنرل ساحر شمشاد مرزا به د چيف آف جنرل سټاف په حيث خپلې ذمه واريانې جاري ساتي
د پاک فوج ترجمانې ادارې آئي ايس پي آر لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چي پاک فوج کښې د اعلي سطح تبادلې او تقرريانې شويدي
آئي ايس پي آر وائي چي ليفټنټ جنرل فيض حميد جي ايچ کيو کښې د پاک فوج ايډجوټنټ جنرل په توګه تعنيات کړې شويدې،دغه رنګ ليفټنټ جنرل اظهر عباسي ډي جي جے ايس او ليفتنټ جنرل نعمان آئي جي سي اينډ ډي،ليفټنټ جنرل عدنان د بهاولپور کور کمانډر تعنيات کړې شويدي
آئي ايس پي آر زياتوي چي ليفټنټ جنرل ساحر شمشاد مرزا به د چيف آف جنرل سټاف په حيث خپلې ذمه واريانې جاري ساتي