پاک پوځ افغانستان لخوا شمالى وزيرستان باندې حمله ناکامه کړې

0
267

د شمالى وزيرستان شوال سيمه باندې افغانستان لخوا د سيکيورټى فورسز په چيک پوسټونو د حملو کوشش ناکامه،د پاک پوځ موثره جوابى کاروائۍ کښې پنځه شرخوښى وژلې شوى دى،د ډزو تبادله کښې درې اهلکار هم شهيدان شوى دى،وزيراعظم ناصرالملک د دې حملې مذمت کړې او پيښه کښې په حق رسيدلى اهلکارو لواحقينو سره ئې غمرازۍ اظهار کړېدے

آئى ايس پى آر لخوا جارى شوى بيان ترمخه افغانستان له طرفه شرخوښود شمالى وزيرستان شوال سيمه کښې د سيکيورټى فورسز په چيک پوسټونو د حملې کوشش کړې کوم چې ناکامه کړې شوېدے
بيان کښې وئيلى شوى چې د پاک پوځ موثره کاروائۍ په نتيجه کښې
پنځه ترهه ګر وژلى دى
بيان کښې زياته کړې شوېده چې شرخوښو سره د ډزو تبادله کښې حوالدار افتخار،سپاهى آفتاب او سپاهى عثمان شهيدان شوى دى
وزيراعظم جسټس (ر) ناصر الملک د دې حملې مذمت کړېدے
خپل بيان کښې وزير اعظم د شرخوښو حملې له وجې د سيکيورټى اهلکارو په شهادت د افسوس اظهار کړې او د دوى درجاتو د بلندۍ دعا ئې کړېده
وزيراعظم ناصر الملک د ترهه ګرو حمله ناکامه کوونکى اهلکارو هلې ځلې ستائيلې او د شهيدانو لواحقينو سره ئې د غمرازى اظهار کړېدے