پاک پوځ ملک او قام ترهه ګرو نه بچ کولو لپاره قربانۍ ورکړى ، وزيراعظم

د وزيراعظم عمران خان پشمول نورو سياسي مشرانو لخوا دبلوچستان کيچ سيمه کښې په امنيتي ځواکونو بريد حوالې سره ردعمل مخې ته راغلې ، وزيراعظم عمران خان وائي چې پاک فوځ ملک او قام ترهه ګرو نه بچ کولو لپاره قرباني ورکړې ، د مخالفو ډلو مشر مياشهباز شريف وئيلي چې ټول قام امنتي ځواکونو سره اوږه په اوږه ولاړ دې او د هغوي قربانۍ به بے ځايه نه ځي ،داخله وزير خپل بيان کښې وائي چې د کيچ پشان بريدونه زمونږ حوصلې نشي کمزورې کولې او د دې به غاښ ماتې ځواب ورکولې شي

د بلوچستان کيچ سيمه کښې په امنتي ځواکونو لخوا شوي بريد او دې کښې د پاک فوځ لس عسکر شهيد کيدو حوالې سره عمران خان د سماجي ويب پانړې ټويټر د لارې خپل پيغام کښې وئيلي چې ترهه ګر به هيڅ کله هم خپل مقصدونو کښي نه کاميابيږې ځکه چې زمونږ سيکيورټي ادارې د هرقسمه خطرې مخنيوي لپاره چمتودي، عمران خان دا هم وئيلي چې کيچ کښې کښې د امنتي ځواکونو لخوا ورکړې شوې قرباني به تل ياد ساتلې شي او هم د دې ځوانانو باتورۍ لوجې ټول ملک او قام محفوظ دې د مخالفو ډلو مشر شهباز شريف هم د کيچ حملې په اړۀ بيان ورکړې چې پکښې ئې د شهيد شوي عسکرو کورنئۍ سره د غمرازي ښکاره کړې او وئيلي ئې دي چې دې سخت وخت کښ سيکيورټي فورسز سره کلک ولاړ يو، شهباز شريف ملک کښې روان ترهه ګرۍ پېښو باندې اندېښنې هم څرګند کړې او وائي چې حالات يو ځل بيا خراب شوي خو په دې باور لري چې سيکيورټي فورسز به هرقسمه ګواښ له مينځه يوسي د کورنيو چارو وفاقي وزير شيخ رشيد هم د امنيتي ځواکونو شهيدانو ته د عقيدت پيرزونې وړاندې کړي او وئيلي دي چې دا قسمه حملې د ترهه ګرۍ پرضد جنګ کښې زمونږ حوصلې نشي کمزورلې کولې