پاک چين اقتصادى راهدارۍ منصوبے باندې تفصيلى رپورټ تياريږى

0
23

د منصوبه بندۍ او ترقۍ وزارت وئيلى چې پاک چين اقتصادى راهدارۍ منصوبے باندې تفصيلى رپورټ تياريږى او دې لړ کښې خېبر پښتونخوا حکومت نه د سى پيک د لارو او تعميراتى کار رپورټ غوښتې شوېدے

د پاک چين اقتصادى راهدارۍ منصوبے باندې د وفاقى او خېبرپښتونخوا حکومت ترمينځه رابطه شوېده
دې لړ کښې د منصوبې بندې او ترقۍ وزارت خېبر پښتونخوا حکومت ته خط ليږلے دے چې پکښې د پاک چين اقتصادى راهدارۍ لپاره صوبه کښې د تعميراتى کار رپورټ غوښتې شوېدے
خط کښې وئيلى شوى چې وفاقى حکومت دغې منصوبے لپاره په تفصيلى رپورټ کار شورو کړېدے او خېبر پښتونخوا نه هم د تعميراتى کار رپورټ غوښتې شوېدے