پبلک اکاؤنټ کميټۍ جوړولو کښې اپوزيشن حکومت سره مرسته نه کوى ، فواد چوهدرى

0
22
نه پارټۍ دننه څه اختلافات دي او نه حکومت ته څه خطره شته،فواد

فليګ شپ ريفرنس ختميدونکې دې،مياصيب به ډير زر دوباره خلقو ته جيل کښې په نظر راځي،آصف زرداري هم خپل کرپشن باندې پرده اچولو لپاره د وخت نه مخکښې شور شروع کړيدې،د فواد چوهدري وينا، وائي چې اپوزيشن کوشش کوي چې حکومت باندې دباؤ واچوي او اين آر او واخلي،پبلک اکاؤنټ کميټۍ جوړولوکښې هم اپوزيشن د حکومت سره مرسته نه کوي،تير حکومتونو د ملکي ادارو بيړه غرقه کړيده
وزيراطلاعات فواد چوهدري جهلم کښې ميډيا سره د خبرو په وخت وئيلى دى چې اسمبلۍ کښې د روزانه په بنياد اپوزيشن شور شرابا او ژړا کوى کوم سره چې د اسمبلۍ وقار مجروح کيږى
وزير اطلاعات اووئيل چې د پاکستان تحريک انصاف په حکومت کښې نيب کښې يوه بهرتي هم نه ده شوي بلکې د چيئرمين نيب نه واخلې چپړاسي پورې ټولې بهرتۍ د نواز شريف او شاهد خاقان عباسي په دور کښې شويدي
وزير اطلاعات اووئيل چې تير حکومتونو هيڅ نه دى پرېښى ټولې ملکى ادارې ئې غرقې کړيدي
په دې موقع فواد چوهدري شهازشريف باندې هم سخت تنقيد کړې او وئيلي دى چې شهباز شريف او د هغه پارټي بليک ميلر دي او چې احتساب ئې شروع شو نو ورله ئې د انتقام نوم ورکړو
فواد چوهدري دې دوران آصف زرداري ته هم اشاره کړي او وئيلي دي چې شور
کونکي خلقو ته پته ده چې راتلونکې نمبر د هغوي دۍ نو وړاندې نه ئې شور شرابا شروع کړيده
فواد چوهدري زياته کړي چې د پاکستان تحريک انصاف حکومت به اولس سره کړۍ وعدې ضرور پورا کوى او ملک به د ترقۍ په لور روانه وى