پخواني صدر پرويز مشرف به د ملک نه بهر ځي او کنه ، بال يو واري بيا د حکومت په کوټ کښې

پخواني صدر پرويز مشرف به د ملک نه بهر ځي او کنه ، بال يو واري بيا د حکومت په کوټ کښې ، سپريم کورټ د هغه نوم د ايګزکټ کنټرول لسټ نه نه ويستلو په حقله حکومتي درخواست خارج کړيدي چې ورستو ئې پرويز مشرف ته د علاج لپاره بهر تلو اجازت ميلاؤ شويدي بلخوا د اے پي ايم ايل جنرل سيکريټري ډاکټر امجد وائي چې د اي سي ايل په معامله حکومت مخالفت ندي کړې ، د پخواني صدر ذاتي معالج په دوبئۍ کښې دي نوځکه به هغه د علاج لپاره هلته ځي 

د چيف جسټس انور ظهير جمالي په مشرۍ کښې د سپريم کورټ لارجر بنچ د پخواني صدر پرويز مشرف بهر ملک ته تلو په حقله د کيس سماعت اوکړو
په دغه موقع د پخواني صدر وکيل بيرسټر فروغ نسيم د عدالت په وړاندي د سنګين غدارۍ کيس سماعت کونکي خصوصي عدالت فيصله اولوستله او دريځ ئي خپل کړو چې د پرويز مشرف په ملا او خپو کښې ډير زيات درد وي نوځکه هغه د علاج لپاره بهر ملک ته تلل غواړې 
هغه زياته کړه چې که چري د هغوي د موکل علاج په وخت اونکړې شو نو بيا په هغه د فالج راتلو خطره ده ولي خصوصي عدالت د پرويز مشرف بهر ملک ته په تلو پابندي نده لګولې 
د سماعت دوران اټارني جنرل دريځ خپل کړو چې د پخواني صدر نوم د عدالت په حکم اي سي ايل کښې شامل کړې شويدي 
جسټس خلجي عارف حسين اټارني جنرل ته استفسار اوکړو چې که چري عدالتي حکم نه وي نو بيا به ستاسو څه موقف وي چې په ځواب کښې ئي اټارني جنرل اوئيل چې ځما کار خو په عدالتي حکم عمل درآمد کول دي په دغه موقع خپل ريمارکس کښې جسټس ثاقب نثار اوئيل چې تاسو ټوله ذمه په عدالت اچول غواړۍ
د دلائل اوريدو ورستو عدالت د پرويز مشرف نوم د اي سي ايل نه نه ويستلو په حقله حکومتي درخواست خارج کولو سره سم د سندهائيکورټ فيصله برقرار ساتلي ده او خپله فيصله کښې ئي وئيلي دي چې د پخواني صدر نوم په اي سي ايل کښې اچولو يا نه اچولو په حقله فيصله دي حکومت پخپله اوکړې 
بلخوا د ميډيا سره خبرو په وخت د اے پي ايم ايل جنرل سيکريټري ډاکټر امجد اوئيل چې په حکومت د اي سي ايل معاملے مخالفت ندي کړې ، د پرويز مشرف ذاتي  معالج په دوبئۍ کښې دي نوځکه به هغه د علاج لپاره هلته کښې ځي او چي څنګه ټيک شي نو واپس به خپل وطن ته راځي 
د يو سوال په ځواب کښې د هغه وينا وه چې د پخواني صدر د ملا په هډوکي کښې مسئله ده او د هغه په علاج شپږو نه تر اتو هفتو پوري وخت لګيديشي