پخواني وزيراعظم نوازشريف وئيلي دي چې عمران خان پاکستان لپاره ډيره لويه خطره جوړه شويده

پخواني وزيراعظم نوازشريف وئيلي دي چې عمران خان پاکستان لپاره ډيره لويه خطره جوړه شويده،نوازشريف غوښتنه کړې چې اليکشن کميشن فيصلې نه پس دې وفاقي حکومت او د ملک سياسي جماعتونه عمران خان خلاف يو مټهي شي او هغه دې خپل انجام ته اورسوي
د اليکشن کميشن آف پاکستان طرف نه د پي ټي آئي فارن فنډنګ کيس فيصلې وروستو لندن کښې ميډيا سره خبرو دوران پخواني وزيراعظم نوازشريف اووئيل چې د فارن فنډنګ کيس فيصله اته کاله پس راغلې اودا فيصله د مکمل ثبوتونو او حقائق نه پس جاري کړې شويده نوازشريف اووئيل چې عمران خان به ټول قام ته به د خپلې ديانتدارې او ايماندارې سبق ښودلو او وئيل به ئې چې زه غلا نه کوم او باقي ټول غلاګر او ډاکوان دي پخواني وزيراعظم مخکښې اووئيل چې نن د تاريخ د ټولو لوئې ډاکو عمران خان ثابت شوي،د تاريخ د ټولو نه لوئې غلا ئې ثابت شوې،د ټولو نه لوئې مني لانډرنګ ئې ثابت شويدې نوازشريف زياته کړه چې عمران خان ته پته وه چې لوئې ډاکه او مني لانډرنګ ئې کړېدې، ځکه خو ئې چيف اليکشن کمشنر نه بار بار د استعفا مطالبې کولې نوازشريف دا هم اووئيل چې عمران خان د بهر ملکونو نه پيسې اخيستي ، چې مطلب ئې بهرملکي ايجنډا باندې پاکستان کښې کار کول دي