پخواني کپتان محمد نبي افغان سابقه صدر امرالله صالح ته افغان کرکټ ټيم باندې لږولو متعلق بيان باندے سخت جواب ورکړيدے

د افغانستان کرکټ ټېم پخواني کپتان محمد نبي افغان سابقه صدر امرالله صالح ته افغان کرکټ ټيم باندې لږولو متعلق بيان باندے سخت جواب ورکړيدے، محمد نبي امرالله صالح ته جواب ورکړے چې افغان لوبغان ملي سرود او جنډے سره نن هم دنيا کښې د افغانستان نمائندګي کوي، چا ته د افغان لوبغاړو وطن سره مينه باندے سوال نه دے پورته کول پکار، دا ئي هم وئيلې چې افغانستان نن د کومو حالاتو نه تيريږي د هغې زمه وارې امرالله صالح او د تير نظام چارواکي دي

د افغانستان کرکټ ټيم لوبغاړي او پخواني کپتان محمد نبي په ټويټر امرالله صالح ته افغان کرکټ ټيم باندے بنديز لږولو په بيان سخت جواب ورکړيدے محمد نبي په ټويټر بيان کښې ليکې چې د امرالله صالح بيان حيرانه کړے يم، افغان لوبغاړي فخر سره دنيا کښې د افغانستان نمائندګي کوي او اوس هم د افغانستان ملي سرود او جنډے لاندے لوبه کوي، چا ته د افغان لوبغاړو وطن سره مينه باندے سوال نه دے پورته کول پکار محمد نبي مخکښې ليکې چې افغانستان کښې موجوده حالات د امرالله صالح د تير نظام فساد او ناکامي نتيجه ده، بايد امرالله صالح تير نظام ناکامو اړخ ته هم نظر اوکړې واضحه دے وي چې امرالله صالح خپل يو ټويټر بيان کښې په افغان کرکټ ټېم باندے سختي نيوکي کړې وي او افغان کرکټ ټيم باندے ئي بنديز جائز ګام ګرځولې وو