پخوانۍ مشهور اداکاره روحي بانو په ترکي کښې امانتاً ښخه کړے شوېده

0
28
مشهوره اداکاره روحي بانو

پخوانۍ مشهور اداکاره روحي بانو په ترکي کښې امانتاً ښخه کړے شوېده ، د مرحومې خور روبينه ياسمين وائي چې هغوي په لاهور کښې د مړي تدفين کول غواړي ولې د وس نه لرلو په وجه ئې اداکاره هلته کښې ښخه کړېده، ملک ته د مړي راوړو لپاره هغوي د حکومت نه د مرستې لپاره اپيل کړيدے
د پاکستان مشهوره اداکاره روحي بانو تېره ورځ د ترکي په يو هسپتال کښې ساه ورکړې وه ، اداکاره د تېرې څه مودې راهسې د ګردو په رنځ کښې اخته وه او د ترکي په يو هسپتال کښې لس ورځې په وينټي ليټر وه ، د مرحومې خور روبينه ياسمين وائي چې د امانت په توګه اداکاره د ترکي په استنبول ښار کښې ښخه کړے شوېده ځکه چې هغوي ملک ته د مړي وړلو وس نه لري ، د مړي واپسۍ لپاره حکومت نه د امداد اپيل هم شويدے ، روبينه ياسمين وائي چې هغوي مړے آبائي ښار لاهور کښې ښخول غواړي چرته چې د هغې ځوي ښخ دے
ياده دې وي چې روحي بانو په يوشمېر ډرامو او سټيج پروګرامونو کښې اداکاري کړې وه ، د مرحومې صرف يو ځوي وو،د ځوي د قتل وروستو اداکاره د ډېره غمه نفسياتي مريضه شوې وه د ژوند په آخرۍ ورځو کښې ئې ډېر تکليفونه برداشت کړي وو