پخوانې صدر آصف على زردارى د برى کيدو خواست رد

احتساب عدالت اته اربه روپو شکمن ټرانزيکشن کيس کښې د پخوانې صدر آصف على زردارى د بري کيدو خواست رد کړې ، د کيس محفوظ فيصله د احتساب عدالت جج سيد اصغر اورولې ده ، د مقدمې نوره اورېدنه به د اکتوبر په اتويشتمه نېټه کيږي

احتساب عدالت کښې اته اربه روپو شکمن ټرايزيکشن کيس کښې د پخواني صدر آصف علي زرداري لخوا د بريت خواست د هغه وکيل فاروق ايچ نائيک دائر کړې وو،عدالت په دې اړۀ خپله محفوظ فيصله کښې د اصف علي زرداري د بريت خؤاست رد کړې خو دا ئې وئيلي چې راتلونکي اورېدنه کښې به په دې غور کولې شي چې آيا نجي ډيل کښې د نيب واک اختيار شته او کنه ، د بريت دغه خواست کښې د آصف علي زرداري وکيل دريځ خپل کړې وو چې د اته اربه روپو ټرانزيکش يو نجي ډيل وو او دې کښې هيڅ قسمه سرکاري پيسه شامل نه ده نو ځکه دا د نيب په واک اختيار کښې نه راځي ، د مقدمې نوره اورېدنه د اکتوبر اتويشتمې نيټې پورې ځنډولې شويده