پخوانې صدر او د مسلم ليګ ن مشر ممنون حسين پحق رسيدلې

پخوانې صدر او د مسلم ليګ ن مشر ممنون حسين پحق رسيدلې

پخوانې صدر او د مسلم ليګ ن مشر ممنون حسين د يو اتيا کالو په عمر کراچې کښې پحق رسيدلې دې ،د خدائے بښخلي حوئې ارسلان ممنون وائي چې پلار ئې تير دوه هفتو راهسې د کراچې يو نجي هسپتال کښې زير علاج وو او د کينسر رنځ کښې اخته وو

پخوانې صدر ممنون حسين کال دوه زره ديارلسم نه کال دوره زره اتلسم پورې د مسلم ليګ ن دور حکومت کښې صدر مملکت پاتې شوې وو د ممنون حسين ځوئي ارسلان ممنون تصديق کړې چې پخوانې صدر پحق رسيدلې دې او تير دوه هفتو راهسې د کراچې يو نجي هسپتال کښې زير علاج او د کينسر مرض کښې اخته وو ممنون حسين کال نولس سوه نه نوي کښې د هغه وخت صدر رفيق تارډ د سندهـ ګورنر مقرر کړې وو ولې څو مياشتې پس د پرويز مشرف مارشل لا نه پس هغه دغې څوکې نه لرې کړې شوې وو ممنون حسين کال نولس سوه څلويښتم کښې بهارتي ښار آګره کښي پيدا شوې وو او پاکستان جوړيدو نه دوه کاله پس د هغوي خاندان کراچې ته منتقل شوې وو ممنون حسين کراچي يونيورسټې نه کامرس کښې ګريجويشن او بيا آئي بي اے انسټيټيوټ نه کال نولس سوه پنځه شپيتم کښې ايم بي اے کړې وه