پخوانې وزيراعظم مير ظفر الله خان جمالي د اوه شپيته کالو په عمر کښې پحق رسيدلې دې

سابق وزيراعظم ميرظفرالله خان جمالې د ناروغتيا لوجې په وينټې ليټر ته منتقل کړے شوې

پخوانې وزيراعظم مير ظفر الله خان جمالي د اوه شپيته کالو په عمر کښې پحق رسيدلې دې ، خدائې بخښلې د پنډې اے ايف آئي سي کښې زير علاج او په وينټي ليټر وو.پخواني وزيراعظم مير ظفر الله خان جمالي په يکم جنورۍ کال نورلس سوه څلور څلويښتم کښې بلوچستان کښې پيدا شوې وو او تير څه مودې راهسې د زړه رنځ کښې اخته شوې وو.څو ورځې وړاندې مير ظفر الله خان جمالي د زړه دورې لوجې اول د اسلام آباد چک شهزاد نجي هسپتال ته منتقل کړې شوې وو او بيا هلتا نه د پنډۍ سي ايم ايچ آرمډ فورسز انسټيټيوټ آف کارډيالوجي ته منتقل کړې شوې وو چرته چې د هغه حالت نازک وو.مير ظفر الله خان جمالي اے ايف آئي سي کښې په وينټي ليټر وو چرته چې هغه پحق رسدلې دې.مير ظفر الله خان جمالي د پخواني صدر پرويز مشرف دور کښې کال دوه زره دوه نه کال دوه زره څلورم پورې د پاکستان پنځلسم وزيراعظم پاتې شوې وو