پخوانې چيف جسټس ثاقب نثار مبينه اډيو تحقيقاتو لپاره جمع شوې درخواست باندې سماعت

اسلام آباد هائيکورټ کښې د پخواني چيف جسټس ثاقب نثار مبينه آډيو تحقيقاتو لپاره جمع شوې درخواست باندې سماعت شويدې، عدالت د مبينه آډيو فرانزک لپاره اټارني جنرل او پاکستان بار کونسل ته د فرانزک ايجنسو نومونو پيش کولو هدايت کړېدې

د سندھ هائيکورټ بار ايسوسي ايشن صدرصلاح الدين لخوا اسلام آباد هائيکورټ کښې دائر شوې درخواست کښې دريز خپل شوې چې دپخواني چيف جسټس ثاقب نثار مبينه آډيو تحقيقاتو لپاره دې کميشن جوړکړې شي سماعت دوران چيف جسټس اطهر من الله پښتنه کړې چې معلومه نه ده چې اصل آډيو چرته ده ؟ درخواستګزار اووئيل چې مونږ ته معلومه نه ده چې اصل آډيو چرته دۀ ،او خواست ئې اوکړو چې د معاملې تحقيقاتو لپاره دې کميشن جوړ کړې شي چيف جسټس اووئيل چې دا ټول څيزونه زير التوا اپيلونو متعلق دي، چې د چا اپيلونه دي هغوي د انکوائري مطالبه نه ده کړې ،چې عدالت ارډر اوکړي نو د هغې اثرات به اپيلونو باندې هم غورځيږي د چيف جسټس وينا وه چې درخواست ګزار الزام لګولې چې دا بنچ دباؤ کښې جوړ شويدې درخواست ګزار اووئيل چې زمونږ درخواست دا الزام نه دې لګولې شوې بلکه دا د رانا شميم بيان حلفي کښې لګولې شويدې چې کله تاسو وائې چې انکوائري دې اوکړې شي نو بيا خو به بنچ کښې شامل ججانو انکوائري کيږي ،آيا د چا په خواهش يا بيانئے باندې د ججانو انکوائري کيديشي ؟ عدالت درخواستګزار ته د آډيو کلپ فراهم کولو امر کړې او سماعت ئې اته ويشتمې جنورۍ پورې ځنډولې دې