پرامنه ازادي مارچ ايسارولو هڅي اوشوي نو بيا به دمادم مست قلندر وي

د تحريک انصاف صوبائي ترجمان ايم پي اے ظاهرشاه طورو وئيلي دي که چري د پرامنه ازادي مارچ ايسارولو هڅي اوشوي نو بيا به دمادم مست قلندر وي،د ازادۍ مارچ سلسله کې په اولس کې جوش او خروش نه حکمرانانو باندي تبه راغلي وائي چې د امپورټډ حکومت لخوا ازادي مارچ ايسارولو فيصله غير قانوني، غير جمهوري او امرانه ده،
د تحريک انصاف صوبائي ترجمان ظاهر شاه طورو د حکومت لخوا ازادي مارچ ايسارولو فيصلې مطابق بيان ورکړې، ظاهرشاه طورو وئيلي دي چې دا مارچ به د ملکي تاريخ ټولو نه لوئي مارچ وي،د کوم قيادت چې به سابق وزيراعظم عمران خان پخپله کوي، ظاهرشاه طورو دا هم وئيلي چې ازادي مارچ لاره کې خنډونه اچول اولس په يو صورت هم نه برداشت کوي،دې نه به حالات خرابيږي د کوم ذمه دار چې به صرف او صرف امپورټډ حکمرانان وي، د تحريک انصاف صوبائي ترجمان زياته کړي چې ازادي مارچ به په هر صورت به اسلام اباد ته رسي د تحريک انصاف کارکنان د جيلونو نه ، نه يريږي