پرامن افغانستان صرف د افغانستان نه بلکي د ټولے خطے لپاره ډير ضروري دے،اسفنديارولي خان

پرامن افغانستان صرف د افغانستان نه بلکي د ټولے خطے لپاره ډير ضروري دے،اسفنديارولي خان

د عوامي نيشنل پارټئ مشر اسفنديارولي خان دوحه قطر کښي جاري د افغان مذاکراتو هرکلے کړے او وئيلي دي چي پرامن افغانستان صرف د افغانستان دپاره نه بلکي د ټولے خطے دپاره ډير ضروري دےد پيښور باچاخان مرکز نه جاري جاري شوي بيان کښ اسفنديارولي خان وئيلي چي جنګ د يوے مسلئ حل هم نه دے ددے دپاره دے افغان ډلے د اولس په مفادو کښي د مستقبل فيصلے اوکړي ۔ د اے اين پي مشر زياته کړے چي د مستقل امن او خطے ترقئ دپاره ړومبئ ډزبندي کول ضروري ده او د مذاکراتو په وخت د څلويښت کالو د جنګ نتيجه مخے ته ايښودل پکار ده۔اسفنديارولي خان خپل بيان کښي وئيلي چي د افغانستان منتخب حکومت د اولس نمائينده دے او د عوامو د خواهشاتو مطابق فيصلے کول پکار دي ۔ د عوامي نيشنل پارټي مشر د پاکستان پشمول په ټولو قوتونو غږ کړے چي د افغان مذاکراتو کاميابولو کښي دے خپل پوره کردار ترسره کړي د کوم سره چي به ټوله خطه کښي د ترقئ نوے لارے خلاصے شي