پشاور زلمي داووه وکټو په زيان لاهور قلندرز ته ماتې ورکړي

0
17
پشاور زلمي داووه وکټو په زيان لاهور قلندرز ته ماتې ورکړي

د پاکستان سپر ليګ څلورم ايډيشن اووم ميچ کښې پشاور زلمي داووه وکټو په زيان لاهور قلندرز ته ماتې ورکړي، د لاهور قلندرز لطرفه ورکړي شوي اته اوويه رنزونو هدف پشاور زلمي دري وکټو په زيان پوره کړو
دبئي کښي لوبيدلي د پي ايس ايل اووم ميچ کښې پشاور زلمي ټاس ګټلو نه پس لاهور قلندرز ته وړمبي بيټنګ بلنه ورکړه، د لاهور قلندرز ټول ټيم اته اوويه رنزونو جوړلو نه پس آؤټ شو
د لاهور قلندرز لطرفه ډيوسچ اتلس رنزونو سره ټاپ اسکورر پاتي شو
د پشاور زلمي حسن علي څلور، وهاب رياض دري او ابتسام شيخ دوه وکټې واخيستې
پشاور زلمي د لاهور قلندرز لطرفه ورکړي شوې آسان هدف په لس اورونو کښې ددري وکټو په زيان پوره کړو
د پشاور زلمي عمر امين يو شيپته رنزونو سره ناټ آؤټ پاتي شو
په غوره کارکردګۍ حسن علي ته د مين آف دي ميچ ايوارډ ورکړي شو
دبئي کښې د پي ايس ايل اولنې مرحله سر ته اورسيده ، دوئمه مرحله به شلم فروري نه په شارجه کښې شروع کيږي چرته چې به ملتان سلطانز او ګوئټه ګليډي ايټرز يو بل سره مخه مخ کيږي