پلوامه ضلع کښې د بهارتي پوځيانو په ډزو څلور کشميري وګړي شهيدان شوي

0
39
پلوامه ضلع کښې د بهارتي پوځيانو په ډزو څلور کشميري وګړي شهيدان شوي

د اختر په موقع هم مقبوضه کشمير کښې بهارتي جارحيت جاري،پلوامه ضلع کښې کور په کور د تلاشۍ دوران د پوځيانو په ډزو څلور کشمريان شهيدان شويدي
کشمير ميډيا سيل رپورټ ترمخه مقبوضه وادۍ کښې بهارتي رياستي دهشت ګردي جاري ده او څلور نور ځوانان ئي شهيدان کړيدي
رپورټ کښې وئيلي شوي چې بهارتي پوځيانو د پلوامه ضلعې په لاسي پوره علاقه کښې کور په کور د تلاشۍ دوران څلور کسان شهيدان کړيدي
د شهيد شوي ځوانانو پيژندګلو عاشق حسين،عمران احمدبټ،سليمان خان او شبيراحمد په نومونو شويده
د دې جارحيت خلاف مقامي خلکو احتجاجي مظاهره کړې او د قابض بهارتي پوځيانو خلاف ئې نعري پورته کړي
په مظاهرو قابو موندو لپاره پوځيانو د آنسو ګيس شيلنګ کړي او ډزي ئې پري کړېدي چې لوجې ئې ګڼ شمير مظاهرچيان ژوبل شوي هم دي
دغه رنګ مقامي انتظاميې لخوا د پلوامه پشمول نورو علاقو کښې انټرنيټ سروس معطل کړي شوېدے