پنجاب اسمبلي تير مالي کال نويز ارب روپي ضمني بجټ منظور ي ورکړے

پنجاب اسمبلي غونډي دوران اپوزيشن شديد هنګامه آرائي کړے

د اپوزيشن شديد هنګامے ، شور شرابے او احتجاج نه باوجود پنجاب اسمبلي تير مالي کال نويز ارب روپي ضمني بجټ منظور ي ورکړے ، غونډه کښې وزيراعلي پنجاب سردار عثمان بزدار تقرير په دوران کښې اپوزيشن واک آوټ هم وکړو
تفصيلاتو ترمخۀ د پنجاب تير کال ضمني بجټ منظوري باندي اپوزيشن شديد احتجاج کړے او غونډي نه واک آوټ کولو سره سپيکر ډائس ته مخامخ د ايجنډے کاپياني وشلولي
اپوزيشن احتجاج او شور شرابے نه باوجود سپيکر چوهدري پرويز الهي مطالبات زر وئيل ولي حکومتي غړي منظورئ پحقله او اپوزيشن رد کولو لپاره نعرے بازي وکړه
شور شرابے احتجاج او نعرے بازي کښي سپيکر تير مالي کال نويز ارب روپو ضمني بجټ منظورئ ورکړه او د اپوزيشن کټوتي ټول تحاريک رد کړل
ضمني بجټ منظورئ په موقع وزيراعلي پنجاب عثمان بزدار غونډي ته وينا هم وکړه او وے وئيل چي پنجاب حکومت کفائت شعار او عوام دوست بجټ وړاندي کړے
وزيراعلي اوئيل چي صحت بجټ کښې شپږ څلويښت فيصد اضافه کړلي شوي دينه علاوه تعليم لپاره هم بجټ سيوا کړلي شوے ، وزيراعلي بجټ منظوري په خوشالي کښې د اسمبلي سټاف دري مياشتو تنخوا بونس په توګه ورکولو اعلان هم وکړو
وزيراعلي تقرير په دوران کښي اپوزيشن د غونډي نه واک آوټ وکړو ولي ايجنډا مکمل کيدو وورسته سپيکر پرويز الهي د اسمبلي غونډه غير معينه مدت لپاره وڅنډوله