پنجاب اسمبلې سپيکر چوهدرى پرويزالهى د خپل اتحادى پارټى پى ټى آئى سره د اختلافاتو خبر رد کړې

پنجاب اسمبلي سپيکر چوهدري پرويز الهي خپل اتحادي ګوند تحريک انصاف سره د اختلافاتو خبر رد کړي ، وئيلي ئې دي چې حکومت سري ئې هيڅ اختلاف او خفګان نشته ، په دې موقع د پرويز الهي فردوس عاشق اعوان اسمبلۍ کښې داخليدو اجازت نه ميلاويدو باندې خبرې کولو نه ډډه کړې

د پنجاب اسمبلي کيفے ټيريا کښي خبري غونډي ته وينا پر مهال د پنجاب اسمبلي سپيکر چوهدري پرويز الهي اوئيل چي اسمبلي کښي قران بل پاس کيدل د موجوده حکومت لپاره د وياړ خبره ده ، بل کښې په واضح توګه د ختم نبوت ذکر شوې او دا چې کله هم د پيغمبر اسلام نوم راځي نو خاتم النبين به ورسره لازمي ليکل شي چوهدري پرويز الهي اوئيل چي بل پاس کيدو نه پس به اوس قران ټيچنګ پروګرام شروع کولې شي او دا چې قران بل راتلونکي نسل مستقبل فائدې لپاره دې چي ورسره به د ملک وحدت او اخوت نور هم مضبوط شي د يو پوښتنني په جواب کښي چوهدري پرويز الهي په ډاګه کړه چې حکومت سره ئې هيڅ اختلافات نشته او تحريک انصاف سره به اتحاد دوامداره وي په دې موقع پرويز الهي پخوانۍ صلاحکاره فردوس عاشق اعوان اسمبلۍ ته داخليدو نه منع کولو په معامله څه قسمه بيان ورکولو نه ډډه اوکړۀ