پنجاب حکومت جيلونو کښې بنديوان دخيبرپښتونخوا قيديان خپلې صوبې ته ليږلو فيصله کړې

0
30
پنجاب حکومت جيلونو کښې بنديوان دخيبرپښتونخوا قيديان خپلې صوبې ته ليږلو فيصله کړې

پنجاب حکومت د پنجاب په جيلونو کښې بنديوان د خيبرپښتونخوا قيديان خپلې صوبې ته ليږلو فيصله کړې،وزيراعلې پنجاب متعلقه چارواکو ته د خيبرپختونخوا قيديانو منتقلې هدايت کړې دے
وزيراعلي پنجاب عثمان بزدار د لاهور کوټ لکهپت جيل دوره کړې او قيديانو نه ئې د هغوې مسائل معلوم کړې دې
کوټ لکهپت جيل کښې بنديوان د خيبر پختونخواه قيديانو وزيراعلې پنجاب ته شکايت کړې چې هغوې خپل خپلوانو سره ملاقات کښې د مشکلاتو ښکار دې
کوټ لکهپت جيل دورے وورستو وزيراعلي قيديان په پيرول باندي خوشي کولو باندې ختمه کړېده،عثمان بزدار د پنجاب مختلف جيلونو کښې قيد د خيبرپختونخواه څلور سوه نه زيات قيديان خپلي صوبے ته ليږلو احکامات هم جارې کړې دې او متعلقه چارواکو ته ئې دے لپاره اقدامات پورته کولو هدايت کړې دے
وزيراعلې جيلونو انتظاميے د کم عمره او زنانه قيديانو خصوصې خيال ساتلو هدايت هم کړې دے