پنجاب حکومت کابينه کښې توسيع کولو فيصله کړې

0
5

پنجاب حکومت کابينه کښې توسيع کولو فيصله کړې چي پکښې نهه نور وزرا ته مختلف محکمو وزارتونه سپارلي شوي ، کابينه کښې نهه وزرا سره دري صلاحکار او پنځه خصوصي مرستيال شامل کړې شوي
تفصيلاتو ترمخه پنجاب حکومت کابينه کښې توسيع کولو فيصله کړے او نهه نوي وزرا ته مختلف محکمو وزارتونه سپارلي شوي ، وزرا کښې پير سيد سعيد الحسن شاه ، مهر اسلم ، سيد حسين جهانيا ګرديزي ، محمد اجمل ، محمد اخلاق ، آشفه رياض ، شوکت علي لاليکا ، زوار حسين وړائچ او اعجاز مسيح شامل دي
عبدالحئي دستي به د زراعت ،فيصل حيات به د محکمه لائيو سټاک او ډيري او محمد حنيف به د محکمه صحت صلاح کار وي
پنجاب حکومت پنځه خصوصي مرستيال نومونو اعلان هم کړے چي پکښې محمد سلمان به د ټرانسپورټ ، سعيد رفاقت علي ګيلاني به د اوقاف او مذهبي امور ، عمر فاروق د لوبو ، امير محمد خان د ځنګلاتو او خرم خان لغاري به د محکه خواراک خصوصي مرستيال په توګه زمه واري ترسره کوي
واضح دي وي چي دينه وړاندي پنجاب حکومت نهه وزرا مختلف محکمو لپاره مقرر کړي اوو ولي د کابينه دا توسيع وزيراعلي سردار عثمان بزدار وزيراعظم عمران خان په مشاورت کړے