پنجاب نه دفائن اوړو پينځه ويشت ټرکونه پيښور ته رارسيدلى دى

د منصوبه بندي او سازش لاندي د وړو بحران پيدا کړے شوے

پنجاب نه د فائن اوړو پينځه ويشت ټرکونه پيښور ته رارسيدلى دى بلخوا دپيښور ډپټى کمشنر دعوه لرى چې دفائن اوړو نور سل ټرکونه به هم پيښور ته مرحله وار راوړلے شى دپټى کمشنر دپيښور چار سده دوره هم کړې او نانبايانو مسئلو نه ئې ځان خبر کړے دے
دپيښور ډپټى کمشنر محمد على اصغر وئيلى دى چې پيښور کښې داوړو په بحران قابو موندلو لپاره پنجاب نه پيښور ته پينځه ويشت ټرکونه اوړۀ را رسيدلى دى او نور سل ټرکونه به هم مرحله وار پيښور ته را ورسيږى
ډپټى کمشنر دا هم وئيلى چې پيښور کښې داوړو هيڅ کمے نيشته او هم په دې غرض داوړو ملونو کوټه ديوې ورځې په سر څلور زره نه پينځه زره ټنه پورې رسولے شوې ده
دې نه علاوه دپيښور ډپټى کمشنر دپيښور چارسده روډ دوره هم کړې او نانبايانو سره ئې ليدۀ کاتۀ هم کړى دى په دې موقعه ډپټى کمشنر وئيلى دى چې پيښور کښې به چاته هم په زبر دستۍ دنانبايانو ددوکانونو بندولو اجازت نه شى ورکولے او کوم خلک چې دحالاتو خرابولو کوشش کوى دهغوئى په ضد به سخته قانونى کاروائى کولے شى