پنجاب کښي ټاکنو په معامله ګورنر اليکشن کميشن جوابي خط ليږلې

اليکشن کميشن مشاورت لپاره د خيبر پښتونخوا ګورنر په څوارلسم مارچ رابللې

پنجاب کښي ټاکنو په معامله ګورنر پنجاب لخوا اليکشن کميشن او سپيکر پنجاب اسمبلي ته خط په زريعه جواب ورکړلي شوي ، خط کښې ګورنر پنجاب لخوا د ټاکنو نيټه ندي ورکړلي شوي او اليکشن کميشن ته فيصله ټولو سټيک هولډر سره مشاورت نه پس کولو مشوره ورکړلي شوي ،

ګورنر پنجاب بليغ الرحمن اليکشن کميشن ، سپيکر پنجاب اسمبلي او پي ټي آئي پارليماني ليډر عثمان بزدار خطونو جواب ورکړي ، ګورنر لخوا ليګلي شوي خط کښې د ټاکنو نيټه نده ورکړلي شوي ، خط کښې دريځ خپل کړي شوي چي اليکشن کميشن دي د ملک سيکورټي او معاشي صورتحال جائزه اخيستو نه پس ټولو سټيک هولډر سره مشاورت وکړي وکړي
خط کښې وئيل شوي چي اليکشن کميشن دي صاف شفاف منصفانه ټاکنو لپاره د ملک سيکورټي او حالاتو جاج واخلي ، خط کښې ګورنر پنجاب لخوا د اسمبلي تحليل په معامله آئيني شق حواله هم ورکړلي شوي او وئيل شوي چي ګورنر لخوا اسمبلي تحليل په صورت کښې د آئين آرټيکل يو سل پنځه شق دري لاندي تاريخ ورکولو پابند دے
د ګورنر پنجاب خط کاپياني اليکشن کميشن نه علاوه سپيکر پنجاب اسمبلي سبطين خان او پنجاب اسمبلي کښې پي ټي آئي پارليماني ليډر عثمان بزدار ته هم ليګلي شوي